مالیزیا د بهرنیو کارګرانو لپاره د کار قوانین سخت کړل

د مالیزیا حکومت اعلان کړی چې د بهرنیو کارګرانو پر وړاندې د اتکا د کمولو او د کورني کار ځواک د پیاوړتیا لپاره به نوي او سخت قوانین عملي کړي. د الجزیرې د راپور له مخې، دا بدلونونه به له جون میاشتې څخه پيل شي او پکې د کاري ویزې د ترلاسه کولو لپاره د لږ تر لږه معاش د زیاتوالي او د بهرنیو کارګرانو د استوګنې د مودې تر منځ د پنځه او لسو کلونو پورې محدودیت شامل دی.
د دې طرحې له مخې، د ځینو کاري ویزو لپاره لږ تر لږه میاشتنی معاش له ۱۰ زره رنګیټ څخه ۲۰ زره رنګیټ ته لوړ شوی، چې نږدې له ۲۵۰۰ تر ۵۰۰۰ امریکايي ډالرو پورې کېږي. د نورو ویزو کټګوریو لپاره هم ورته زیاتوالی په پام کې نیول شوی دی.
د دې تګلارې هدف د مالیزیا د وګړو عاید لوړول او د بهرنیو کارګرانو ونډه په د کار بازار کې راکمول ښودل شوی. د خپرو شویو معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د بهرنیو کارګرو ونډه له ۱۴.۱ سلنې په ۲۰۲۴ کال کې تر ۵ سلنې پورې په ۲۰۳۵ کال کې راکمه شي.
خو راپورونه څرګندوي چې دا پرېکړه د بهرنیو کارګرانو او شرکتونو تر منځ اندېښنې راپارولې دي. یو شمېر بهرنیو کارګرانو ویلي، دا بدلونونه د دوی د اوږدمهاله ژوند او کار پلانونه په مالیزیا کې له ناڅرګندۍ سره مخ کړي دي.
اقتصادي کارپوهان هم خبرداری ورکوي چې د لږ تر لږه معاش زیاتوالی او نوي محدودیتونه ښايي د شرکتونو لګښتونه لوړ کړي او آن د مسلکي کارکوونکو د وتلو لامل شي؛ په ځانګړي ډول په هغو برخو کې لکه ټکنالوژي، مالي او انرژي چې پر نړیوالو کارکوونکو ډېرې تکیه لري.




