مهم خبرونهنړیوال

محمودخان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانه شخړه د حل وړ ده

د پاکستان د اپوزېسیون مشر محمودخان اڅکزي اعلان کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانې شخړې لا تر دې کچې نه دي رسېدلي چې د سولې لوري ته د بېرته ستنېدو امکانات له منځه لاړ شي. نوموړي ټینګار کړی چې اوسنی وضعیت لا هم د سیاسي لارو له مخې د مدیریت او حل وړ دی.

اڅکزي د رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ نښتې او شخړې خطرناکې پایلې لرلی شي. د ده په وینا، هر ډول د تاوتریخوالي زیاتوالی د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ نه يوازې د دواړو هېوادونو لپاره، بلکې د ټولې سیمې د ثبات لپاره زیانمن تمامېدی شي.

د پاکستان د اپوزېسیون مشر زیاته کړې چې اوسنی حالت، سره له دې چې جګړه‌ییز او ترینګلی فضا حاکمه ده، لا هم د تفاهم او خبرو له لارې د حل ظرفیت لري. نوموړي ټینګار کړی چې د بحران د پراختیا د مخنیوي لپاره باید له دیپلوماتیکو لارو چارو ګټه واخیستل شي.

د افغانستان او پاکستان اړیکې په وروستیو کلونو کې له بېلابېلو لوړو ژورو سره مخ وې او د امنیتي او پولي مسایلو په ګډون تل د دواړو لورو د اختلاف اصلي محور بلل شوې دي. خو د دې پاکستاني سیاسي څېرې تازه څرګندونې ښيي چې د اسلام‌اباد د ځینو چارواکو له نظره، د خبرو اترو دروازې لا هم پرانيستې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button