سياستمهم خبرونه

محمود خان اچکزی: افغانستان او پاکستان د یو بل دښمنان نه دي

د پاکستان د اپوزېسیون مشر محمود خان اچکزی اعلان کړی چې افغانستان او پاکستان د یو بل دښمنان نه دي او باید د دواړو هیوادونو اړیکې د دوستۍ او متقابل درناوي پر بنسټ رامنځته شي.

اچکزي دا څرګندونې د یوې خبري ناستې پر مهال وکړې او د پاکستاني پوځیانو او د طالبانو د ادارې ځواکونو تر منځ وروستیو نښتو ته په اشارې سره یې وویل چې د دواړو هیوادونو ولسونه باید د سیاسي او پوځي ترینګلتیاوو قرباني نه شي. د ده په وینا، تاریخ ښيي چې افغانستان هیڅکله مستعمره نه و، خو پاکستان د اوږدې مودې پوځي واکمنۍ تجربه کړې ده.

هغه ټینګار وکړ که افغانستان د پاکستان دښمنۍ اراده لرله، نو په ۱۹۶۵ او ۱۹۷۱ کلونو کې د پاکستان او هند د جګړو پر مهال ورته د پوځي اقدام ښه فرصت موجود و، خو داسې نه دي شوي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستو میاشتو کې د دواړو هیوادونو په ځینو پوله‌یزو سیمو کې ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي او د دې وضعیت د اغېزو په اړه اندېښنې موجودې دي. شنونکي باور لري چې د ترینګلتیا د کمېدو او خبرو اترو دوام کولی شي د سیمې د بې‌ثباتۍ له پراخېدو مخنیوی وکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button