مهم خبرونهنړیوال

مادورو د ټرمپ د ونزویلا په اړه د څرګندونو پر ضد نیوکه وکړه

د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د سه‌شنبې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو او دریځونو پر وړاندې نیوکه وکړه او ویې ویل چې د امریکا ولسمشر باید پر ځای د تمرکز پر ونزویلا، د خپل هېواد پر ټولنیزو او اقتصادي ستونزو پام وکړي.

مادورو چې خبرې یې د رسنیو له لوري خپرې شوې، وویل د ټرمپ د وینا لویه برخه د ونزویلا په اړه ده، خو د هغه په وینا د امریکا د خلکو ستونزو او هلته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو مسایلو ته لږ پام شوی دی.

هغه ټینګار وکړ چې هر هېواد باید د خپلو کورنیو چارو پالنه وکړي او ونزویلا غواړي چې پرته له بهرني لاسوهنې خپل مسیر ته دوام ورکړي. مادورو زیاته کړه چې د امریکا خلکو د خپلو رایو له لارې له اوږدمهالو جګړو، د نظامونو له بدلون او له بهرنیو لاسوهنو سره خپله مخالفت څرګند کړی دی.

د ونزویلا ولسمشر همدارنګه وویل کاراکاس تل د درناوي او ارامو خبرو لپاره اماده ده او باور لري چې د کورنیو ستونزو تمرکز، د هر هېواد د اغېزمن مدیریت بنسټیز شرط دی. هغه خپلو متحدینو چین، هند او اروپا ته په خطاب کې وویل چې د پانګونې لپاره په ونزویلا کې مناسب شرایط برابر دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button