په تاشکند کې د «د افغانستان تولیدات» نندارتون ترسره شو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلام کړی چې د افغانستان د تولیداتو نندارتون د «د افغانستان تولیدات» تر عنوان لاندې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره شوی دی. دا نندارتون د کورنیو تولیداتو د معرفي کولو او د صادراتي بازارونو د پراخولو په موخه جوړ شوی و.
د دغې ادارې د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، یاد نندارتون د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام په ملاتړ جوړ شوی او تمرکز یې د سیمې د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا و. ګډونوال هڅه وکړه چې د افغانستان د تولید او صادراتو ظرفیتونه د سیمې سوداګرو او پانګوالو ته ور وپېژني.
ازبکستان چې د منځنۍ آسیا له ګاونډیو هیوادونو څخه دی، په وروستیو کلونو کې د افغانستان د توکو د راکړې ورکړې له مهمو لارو څخه ګرځېدلی دی. د دې ډول نندارتونونو ترسره کېدل کولای شي د دواړو هیوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د اړیکو د لا زیات پیاوړتیا او د افغانستان د تولیداتو د نوو بازارونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.




