ماکرون غواړي د پوتین سره خبرې وکړي

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل ماکرون ویلي، هغه نیت لري چې په نږدې راتلونکې کې له د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړي، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو د حل لپاره لاره ومومي.
ماکرون د «فرانس ۲» تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل، چې د پاریس او مسکو ترمنځ تماسونه یو ځل بیا پیل شوي دي او د ده په باور، دغه خبرې به باید په راتلونکو اونیو کې ترسره شي. ده ټینګار وکړ چې موجودې مسئلې بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.
ولسمشر ماکرون څرګنده کړه، چې دا تماس باید ژر تر ژره رامنځته شي، که څه هم ده د احتمالي خبرو د موضوعاتو په اړه جزییات نه دي ورکړي.
له دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي و، که ماکرون د خبرو هیله ولري، مسکو تل د خبرې کولو لپاره چمتو دی. همدارنګه د کرملین ویاند دیمېتري پسکوف اعلان کړی، چې که له الیزه ماڼۍ رسمي غوښتنه ورسېږي، دوی به د هغې په اړه معلومات ورکړي.




