لولا: برازیل چمتو دی د امریکا او وینزویلا ترمنځ منځګړیتوب وکړي

د برازیل ولسمشر لوئیز ایناسیو لولا دا سیلوا ویلي چې هېواد یې چمتو دی تر څو د امریکا او وینزویلا ترمنځ د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په حل کې فعال رول ولوبوي او پرلهپسې تقابل پر ځای د خبرو اترو لاره غوره کړي.
لولا د الجزیرې خبري شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې له نیکولاس مادورو، د وینزویلا له ولسمشر سره یې مخکې خبرې کړي او ټینګار یې کړی چې اختلافونه باید له جګړې پرته، له لارې د خبرو هوار شي. هغه زیاته کړې چې هممهاله په دې تړاو جدي اندېښنې هم شته چې ښايي د دې تاوتریخوالي تر شاه پټ اهداف وي.
د برازیل ولسمشر دا هم تایید کړې چې نوموړي د امریکا له اوسني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ سره هم پر دې موضوع خبرې کړې دي او هڅه کوي چې د دواړو اړخونو دریځونه سره نږدې کړي. د لولا په وینا، پر کاراکاس د واشنګټن د فشارونو زیاتوالی ښايي د ځینو ځواکمنو ډلو له ګټو او موخو سرچینه واخلي.
لولا، چې په سیمهییزه ډیپلماسۍ کې تجربه لري، ویلي چې د «وینزویلا د ملګرو ډلې» له بنسټګرو څخه دی او د جورج بوش د ولسمشرۍ پر مهال یې هڅه کړې وه چې د امریکا او هوګو چاوز د حکومت ترمنځ منځګړیتوب وکړي. لولا زیاته کړې چې اوس هم هڅه کوي خپله پخوانۍ تجربه له ټرمپ او مادورو سره په تعامل کې وکاروي.




