په لوګر کې د دوو سړک جوړونې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د طالبانو اداره وايي، په لوګر ولایت کې د دوو بنسټیزو پروژو کار بشپړ شوی او اوس مهال ګټې اخیستنې ته وسپارل شوي دي. د دې پروژو ټولیز لګښت ۹.۶ میلیونه افغانۍ ښودل شوی او د طالبانو د عامه ګټو وزارت له لوري عملي شوي دي.
د طالبانو د عامه ګټو وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه خپاره شوي معلومات ښيي چې له دې دوو پروژو څخه یوه یې د لوګر ولایت د التمور په سیمه کې د ۱۵۰ متره ارتباطي سړک کانکریټ اچونه ده چې د ۲.۱ میلیونه افغانیو په ارزښت تطبیق شوې ده.
د دغو پروژو د پلي کېدو هدف، د مسؤولینو په وینا، د ترافیکي خوندیتوب ښه کول، د درنو موټرو چلوونکو رهنمایي، او د یادو موټرو له خوا د سړکونو له زیانمنېدو څخه مخنیوی ښوول شوی دی.
که څه هم د دا ډول پروژو بشپړېدل په ولایتونو کې یو مثبت ګام ګڼل کیږي، خو د طالبانو په اداره کې د منابعو غیرشفاف مدیریت او د پروژو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی د کارپوهانو د انتقاد سبب شوی دی. همداراز، د خپلواکو څارونکو ادارو نشتون د دغو پروژو د کیفیت، لومړیتوب ټاکنې او دوام په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.




