په لوګر کې د ۳۸۲ زره ډالرو په لګښت د دوو اوبخوریزو کانالونو جوړول پیل شول

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت اعلان کړی چې د لوګر ولایت کې د دوو اوبخوریزو کانالونو د جوړولو کار د ۳۸۲ زره او ۵۸۶ ډالرو په لګښت پیل شوی دی. دا پروژه د پلعلم مرکز د وزیرکلا ساحه او د خروار ولسوالۍ پوښي.
د دې وزارت په وینا، د کانالونو ټول اوږدوالی ۷.۲ کیلومتره دی او ټاکل شوې چې دا کار په شپږو میاشتو کې بشپړ او وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې پروژې مالي لګښت د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) له خوا تمویلېږي. مسؤلینو ویلي چې د دې پروژې په عملي کېدو سره د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، له کانالونو د بشپړېدو وروسته به نهيوازې د اوبو د ضایعاتو مخه ونیول شي، بلکې شاوخوا ۱۲۶۹ هکتاره کرنیزه ځمکه به هم خړوبه شي. لوګر د هېواد له کرنیزو ولایتونو څخه شمېرل کېږي او د اوبو سرچینو سم مدیریت د بزګرانو د ژوند لپاره ډېر اهمیت لري.




