په لوګر کې اړمنو کورنیو ته د خوراکي او غيرخوراکي مرستو وېش

د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ وايي، د دې ادارې د مخدره موادو ضد مديريت له لسګونو اړمنو، سوالګرو او د روږدو کسانو له کورنيو سره د خوراکي او غيرخوراکي توکو مرسته کړې ده.
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، دغه کورنۍ د مرستو له وېش څخه مخکې د يوې ځانګړې کميټې له خوا پېژندل شوې وې او د وېش لړۍ د له مخکې چمتو شوې لېست پر بنسټ ترسره شوې ده. د وېشل شويو بستو په ترکيب کې ۱۹ ډوله مختلف خوراکي او غيرخوراکي مواد شامل دي.
که څه هم د طالبانو اداره دا کړنه د خپلو ملاتړيزو پروګرامونو يوه برخه بولي، خو يو شمېر سيمهييز اوسېدونکي تل د مستحقو کسانو د پېژندنې د بهير پر شفافيت او د دغو مرستو پر دوام ټينګار کوي. د هغوی په اند، گسترده فقر، بېکاري او د روږدو کسانو د شمېر زياتوالی په لوګر کې د دوامدارو او حساب ورکوونکو پروګرامونو غوښتنه کوي، نه د موقتي مرستو.
لوګر له هغو ولايتونو څخه دی چې په وروستيو کلونو کې له جدي اقتصادي او ټولنيزو ستونزو سره مخ شوی او تمه کېږي چې اړوند ادارې، د مرستو له وېش پرته، د فقر او اعتياد له اصلي ريښو سره هم جدي چلند وکړي.




