مهم خبرونهنړیوال

لېتوانیا د داعش خراسان څانګه د خپل ملي امنیت لپاره ګواښ وباله

لېتوانیا په خپل تازه د ملي امنیت سند کې اعلان کړی چې د داعش خراسان څانګه، چې په افغانستان کې مېشته ده، د دغه هېواد د ملي امنیت لپاره ګواښ ګڼل شوې ده. دغه سند چې د یکشنبې په ورځ د حوت پر ۱۷مه خپور شوی، ټینګار کوي چې د دې ډلې د غړو د جذب فعالیتونه په لېتوانیا کې په زیاتېدو دي.

د سند له مخې، داعش خراسان د ټولنيزو شبکو له لارې د غړو د راجلبولو هڅې کوي. دا بهیر تر ډېره د منځنۍ آسیا ځوانان په نښه کوي او په انلاين بڼه تنظیمېږي.

په راپور کې ویل شوي چې د منځنۍ آسیا د هغو ځوانانو تر منځ هم د جذب هڅې لیدل شوې دي چې په جلاوطنۍ کې دي او ډېر شمېر یې په لېتوانیا کې استوګن دي. راپورونه ښيي چې د دې ځوانانو شمېر په دغه هېواد کې په زیاتېدو دی.

له دې وړاندې د قرغیزستان ملي امنیت ادارې هم د داعش له لورې د غړو د جذب د پراخېدو په باب د ټولنيزو شبکو له لارې خبرداری ورکړی و. دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپورونو له مخې، د داعش، القاعدې، تحریک طالبان پاکستان او یو شمېر نورو ډلو فعالیتونه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې روان دي؛ موضوع چې یو ځل بیا د طالبانو د واکمنۍ د ژمنتیا او توان په اړه پوښتنې راولاړې کړې دي، چې څومره کولای شي د ترهګرو ډلو فعالیتونه مهار کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button