امنیت او پېښېمهم خبرونه

په لیبیا کې د پنځو پناه‌ غوښتونکو مړي موندل شوي؛ په یونان کې د کښتۍ چپه کېدو درې تنه مړه کړي

راپورونه څرګندوي چې د پنځو پناه‌ غوښتونکو مړي د لیبیا د پلازمېنې طرابلس ته نږدې د سمندر پر غاړه موندل شوي، او له دې سره هم‌مهاله د یونان د کریت ټاپو ته نږدې د پناه‌ غوښتونکو یوه کښتۍ چپه شوې چې له امله یې درې کسان مړه شوي دي. په دې بحري پېښه کې لږ تر لږه شل تنه نور ژغورل شوي دي.

د الجزیره ټلویزیون راپور ورکړی چې دا مړي پرون د طرابلس شاوخوا په یوه ساحل کې کشف شوي دي. د سیمه‌ ییزې پولیسو مسوول، حسن الغویل ویلي چې موندل شوي مړي لاهم سالم حالت کې دي او احتمال شته چې نور مړي هم په همدې سیمه کې وي.

په یوې بلې جلا پېښه کې، د پناه‌ غوښتونکو یوه کښتۍ د یونان د کریت ټاپو ته نږدې اوبو کې چپه شوې ده. د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې درې پناه‌ غوښتونکي مړه شوي او لږ تر لږه شل نور د ژغورنې ځواکونو لخوا ژغورل شوي دي.

سرچینو زیاته کړې چې د دې پېښې ډېری ژوندي پاتې شوي کسان د مصر او سودان وګړي دي. د مدیترانې سمندر لاره د اروپا پر لور د کډوالۍ له تر ټولو خطرناکو لارو څخه ګڼل کېږي، او هر کال ورته مرګوني پېښې په همدې مسیر کې رامنځته کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button