په ترکیه کې د الوتکې سقوط؛ د ليبيا د پوځ لوی درستيز محمدالعلي الحداد ووژل شو

د راپورونو له مخې، د ليبيا د پوځ لوی درستيز، محمدالعلي احمد الحداد، د سهشنبې په ورځ په ترکیه کې د یوې الوتکې د سقوط له امله ژوند له لاسه ورکړی دی. دا پېښه لږ وروسته له هغه رامنځته شوه چې الوتکه د انقرې د «اِسنبوغا» له هوايي ډګر څخه د طرابلس پر لور الوتله او د الوتکې ټول سپرلۍ وژل شوي دي.
د ليبيا لومړي وزير عبدالحميد الدبيبه د دې پېښې د تأييد پر مهال، د پوځ د لوی درستيز او د هغه د ملګرو مړينه د هېواد، پوځ او د ليبيا د خلکو لپاره يوه ستره ضايعه بللې ده. د ده په وينا، په دې الوتکه کې د ليبيا څو لوړپوړي پوځي چارواکي سپاره وو.
د خپرو شويو معلوماتو له مخې، د ليبيا د ځمکنيو ځواکونو قوماندان، د پوځي صنايعو رئيس، د لوی درستيز يو سلاکار او د ده د دفتر يو انځورګر هم په دې الوتنه کې موجود وو او ټول وژل شوي دي. دغه چارواکي د يو رسمي سفر لپاره ترکیې ته تللي وو او د هغه هېواد له پوځي چارواکو سره يې ليدنې کړي وې.
د ترکیې د کورنيو چارو وزير، علي يرليکايا، ويلي چې الوتکه د انقرې له هوايي ډګره د ګرينويچ پر وخت د مازيګر په ۵:۱۰ الوتنه وکړه، خو شاوخوا ۴۰ دقيقې وروسته ورسره راډيويي اړيکه پرې شوه. د الوتکې پاتې شوني د انقرې د هایمانا ولسوالۍ کې موندل شوي دي.
د ترکیې د چارواکو په وينا، دا الوتکه د «داسو فالکون ۵۰» ډول وه او د سقوط تر مخه يې د اضطراري ناستې غوښتنه کړې وه، خو وروسته ورسره بيا اړيکه نه ده ټينګه شوې. د ترکیې د عدليې وزارت اعلان کړی چې د پېښې د علت په اړه رسمي پلټنې پيل شوې دي.
په همدې وخت کې، د ليبيا حکومت يو رسمي پلاوی انقرې ته لېږلی څو د موضوع څېړنه وکړي او په ټول هېواد کې درې ورځې ملي ماتم اعلان شوی دی. دا پېښه يوه ورځ وروسته له هغه رامنځته شوه چې د ترکیې پارلمان د ليبيا په اړه د خپلو پوځیانو د ماموريت موده د دوو نورو کلونو لپاره وغځوله.




