مهم خبرونهنړیوال

د لبنان صدراعظم: د جګړې د مخنیوي لپاره هر ډول هڅه کوو

د لبنان صدراعظم نواف سلام په خپلو وروستیو څرګندونو کې ټینګار کړی چې د شخړو د زیاتیدو او د جګړې د پیل مخنیوي لپاره به د دغه هېواد حکومت ټول اړین ګامونه واخلي.

نوموړي له «ام‌تي‌وي» تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، سره له دې چې د لبنان د وضعیت په اړه اندېښنې تل موجودې وي، خو حکومت یې د ثبات غوښتونکی دی او هڅه کوي چې تاوتریخوالی زیات نه شي.

نواف سلام همداراز د ټولې سیمې لپاره د سولې غوښتونکی شو او وویویل چې لبنان د مینې، شراکت او سوله‌ییز ګډ ژوند پلوی دی. دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د اسراییلي رژیم ځواکونو هره ورځ د لبنان جنوب سیمې تر نظامي بریدونو لاندې نیسي او اوربند ته دوامدار نقض ورکوي.

سره له دې چې دغه بریدونه زور اخیستی، د طالبانو اداره تر دې دمه د اسراییلو له خوا پر لبنان د پرلپسې یرغلونو په اړوند هېڅ رسمي دریځ نه‌دی غوره کړی. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو داخلي سرکوبه کوونکې او ملت ضد پالیسۍ، د افغانستان بهرنی سیاست له مؤثر رولۍ څخه بې‌برخې کړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button