مهم خبرونهنړیوال

د لبنان د عدلیې وزیر: پوځ د اسراییلو وړاندې د پوځي مقابلي توان نه لري

د لبنان د عدلیې وزیر اعلان کړی چې د دغه هېواد پوځ د اسراییلو سره پوځي مقابله نه شي کولای او د بیروت یوازینی انتخاب دا دی چې سیاسي لارې تعقیب کړي.

د راپورونو له مخې، عادل نصار داسې نظر وړاندې کړی چې بېلابېل غبرګونونه یې راپارولي دي. هغه ویلي، دا چې وسله یوازې د دولت په لاس کې وي دغه کار د اسراییلو په ګټه نه دی، بلکه دا هڅه ده تر څو د لبنان واکمني پیاوړې شي او د هېواد دریځونه په نړیوالو څېړنومجلسونو کې تعقیب شي.

دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د لبنان د مقاومت بهیرونه، په ځانګړې توګه حزب‌الله، بیا بیا ټینګار کړی چې د مقاومت وسله د اشغال پر وړاندې د مبارزې او د هیواد د ارضي تمامیت د ساتنې لپاره کارېږي. دوی ویلي که وسله ونیول شي، لبنان به د ګواښونو پر وړاندې زیان منونکی شي.

بل اړخ ته، منتقدان وایي چې د لبنان حکومت د بهرنیو فشارونو، په ځانګړې توګه د امریکا او اسراییلو له خوا، د مقاومت د وسلو محدودولو ته هڅول کېږي. دا مسأله د اسراییلو د دوامدارو بریدونو له امله د لبنان د اوسېدونکو د امنیت په برخه کې جدي اندېښنې راپورته کړې دي.

د راپورونو له مخې، له اوربند وروسته تر اوسه، اسراییلو په لبنان کې سلګونه بریدونه کړي چې له امله یې تر ۳۴۰ کسان وژل شوي دي. دغه شمېرې د دې پوښتنې اهمیت زیات کړی چې یوازې سیاسي حل لاره څومره اغېزمنه ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button