دوهم سرلیکمهم خبرونهنړیوال

لاوروف: د اوکراين ډرون برید پر پوتين ناکام شو

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف اعلان کړی چې اوکراين د يکشنبې په شپه د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين پر استوګنځي په نووګورود سيمه کې د ډرون بريد کړی دی. د روسي چارواکو په وينا، دا بريد له زيان او تلفاتو پرته پای ته رسېدلی دی.

لاوروف د خبريالانو سره په خبرو کې وويل، دا بريد د ۹۱ ډرونونو په وسیله ترسره شوی او ټول ډرونونه د روسيې د دفاعي سيستمونو له خوا ويشتل شوي دي. نوموړي ټينګار وکړ چې د دې عملياتو هدف د روسي ولسمشر استوګنځای و.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير دا پېښه يو دښمنانه عمل وباله او زياته يې کړه چې مسکو دا ډول بريدونه د منلو وړ نه بولي؛ خو څرګنده يې کړه چې روسيه له دې پېښې وروسته د خبرو اترو له بهيره نه وځي.

په عين حال کې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخارووا وويل، د اوکراين دغه عمل چې د ولسمشر د استوګنځي نښه ګرځول شوې، بې ځوابه به پاتې نه شي او د هغې په وينا، دا به له متقابل غبرګون سره مخ شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button