لاوروف: ایران د اورانيم د سوله ييزې بډايينې حق لري

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د العربیه شبکې سره په مرکه کې ټينګار وکړ چې ايران د اورانيم د سوله ييزې بډايينې حق لري او که د نړيوال اټومي انرژۍ د ادارې د تفتیش کوونکو فعاليتونه بيرته پيل شي، تهران به ورسره همکاري وکړي. نوموړي زياته کړه چې ايران چمتو دی د غير نظامي موخو لپاره د اړتيا په کچه د بډايينې سطحه راکمه کړي.
لاوروف د ايران پر وړاندې د وروستيو ۱۲ ورځو جګړې ته په اشارې سره دا پېښه منفي پايلې لرونکې وبلله او پر اټومي تاسيساتو بريد يې خطرناک اقدام وباله. ده وويل ايران همېشه د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون ته خپله ژمنتيا څرګنده کړې ده.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير د مسکو او د ايران د مشرانو تر منځ پر نږدې اړيکو خبرې وکړې او همداراز يې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د هغو دريځونو په اړه اندېښنه وښوده چې د ده په وينا د اروپايي هېوادونو تر اغېز لاندې دي. هغه ادعا وکړه چې اروپا هڅه کوي د ايران پرېکړه شوي بنديزونه بيا عملي کړي.
لاوروف د خپلو خبرو په بله برخه کې وويل عربي هېوادونه نه غواړي په سيمه کې نوي تاوتريخوالي زيات شي. ده د مسکو او رياض ترمنځ اړيکې يادې کړې او سعودي عربستان يې د روسيې ستراتيژيک ملګری وباله. نوموړي زياته کړه چې د اوپک پلس ايتلاف په نړيوال د انرژۍ بازار کې مسؤلانه رول لوبوي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير همدارنګه ټينګار وکړ چې مسکو له عربي هېوادونو سره خپلې اړيکې ارزښتمنې ګڼي او د مهمو نړيوالو مسايلو په اړه له عربي نړۍ سره په تماس کې دی.
په د فلسطين د موضوع په اړه، لاوروف د فلسطينيانو پر يووالي ټينګار وکړ او د فلسطيني دولت د جوړېدو مخالفت يې د سيمې د امنيت پر زيان وباله. هغه هغه څرګندونې چې د غزې ټول اوسېدونکي “ترهګر” بلل شوي وو، د منلو وړ ونه بللې.
د ده په وينا، روسيې او چين د “د سولې شورا” په نوم د پرېکړهليک د رايې ورکولو پر مهال د عربي هېوادونو د غوښتنې پر بنسټ ممتنع رايه ورکړه. لاوروف د فلسطين د خلکو ونډه د هرې سولې پلان د بريا مهم فکتور وباله او ويې ويل چې ولاديمير پوتين اعلان کړی چې مسکو تيار دی د فلسطين د بيا رغونې لپاره يو ميليارد ډالر ځانګړي کړي.
هغه په پای کې د لويديځې غاړې د تاوتريخوالي د زياتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې د دې سيمې وضعيت لا پسې کړکېچن شوی او د کنټرول څخه د وتلو خطر لري.




