مهم خبرونهنړیوال

لاوروف: د افغانستان پر پوله د ترهګرۍ فعالیتونه لا هم روان دي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي چې د افغانستان په پولو او د هند، پاکستان او افغانستان په ګډو سیمو کې د ترهګرو فعالیتونه لا هم روان دي؛ هغه یو حالت وباله چې د سیمې امنیت له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

لاوروف دا څرګندونې د روسیې د بریکس ټلوېزیون سره په مرکه کې وکړې او د منځني ختیځ د اوسنیو اندېښنو په یادولو سره یې وویل چې د دې ناامنۍ اغېزې د جنوبي او منځنۍ اسیا برخو ته هم غځېدلې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د هند سره د نږدې همکارۍ پر اړتیا په ملګرو ملتونو کې ټینګار وکړ او ویې ویل چې مسکو هڅه کوي د ترهګرۍ پر ضد یوه نړیواله کنوانسیون د غړو هېوادونو په ملاتړ وړاندې کړي. د ده په وینا، د دې کنوانسیون مسوده چمتو شوې، خو لا تر اوسه د تصویب لپاره اړین اجماع نه ده رامنځته شوې.

روسیه په تېرو کلونو کې څو ځله د هغو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی چې د افغانستان پر خاوره مېشتو وسله والو ډلو له خوا متوجه دي. خو د طالبانو اداره دا اندېښنې رد کړې او وایي، هېڅ هېواد ته به اجازه ور نه کړي چې له د افغانستان له خاورې څخه د بل هېواد پر ضد کار واخیستل شي؛ خو د سیمې هېوادونه دا څرګندونې د امنیتي راپورونو پر بنسټ لا هم له شک او پوښتنې سره ګوري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button