د لتونیا پولیس د اپستین د اسنادو تر خپرېدو وروسته د احتمالي د انسانانو د قاچاق پلټنې پيل کړې

د لتونیا پولیسو ويلي چې د امريکايي پانګوال او جنسي مجرم جفري اپستين د اسنادو له خپرېدو وروسته يې د انسان د احتمالي قاچاق په تړاو نوې جنايي پلټنې پيل کړې دي. د دې پلټنو تمرکز پر دې دی چې ښايي د لتونیا وګړي د جنسي ناوړه استفادې لپاره امريکا ته جذب او لېږدول شوي وي.
د پولیسو د رسمي اعلاميې له مخې، د پلټنو اصلي محور دا دی چې معلومه کړي څنګه د لتونیا اتباع ښایي جذب شوي وي او د هغو شبکو سره تړاو ولري چې د اپستين په اسنادو کې یادې شوې دي. پولیسو له هغو کسانو غوښتي چې ځانونه د دې قضیې احتمالي قربانيان ګڼي، له عدلي ادارو سره اړیکه ونیسي او خپلې معلومات شریکې کړي.
وروسته له هغه چې د لتونیا دولتي راډیو راپور ورکړ چې خپاره شوي اسناد د څو لتونیایي ښځو د پاسپورت معلومات او د سفر جزئیات لري، د دې هېواد ولسمشر ادګارز رينکویچ د رسمي پلټنو د پيل غوښتنه وکړه. دا اسناد د هغو میلیونو سندونو یوه برخه ده چې د امریکا د عدليې وزارت د اپستين د دوسیې په تړاو خپاره کړي دي.
په دغو راپورونو غبرګون کې، اریک نيسانس، چې د «ناتالي» د ماډلنګ ادارې مشر دی او نوم یې په اسنادو کې راغلی، د هر ډول غيرقانوني فعاليت يا سرغړونې له شتون څخه انکار کړی دی. په عين وخت کې، خپاره شوي اسناد ښيي چې اپستين له يو شمېر پېژندل شوو څېرو، لکه د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ، بيل کلينټن، ايلان ماسک او بيل ګېټس، سره پراخې اړیکې درلودې.
په يو بل اړوند پرمختګ کې، د لتوانیا ګاونډي هېواد هم د همدې اونۍ په لومړیو کې د انسان د قاچاق په اړه د جلا پلټنو اعلان وکړ، چې دا اقدام په سيمه کې د دې قضیې د پراخېدونکو اندېښنو څرګندونه کوي.




