د هلمند په لشکري کانال کې د اوبو بېرته راتګ او د سیمې کليو ته د اوبو رسېدل

د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان (FAO) ویلي، چې د نړيوال بانک په مالي مرسته سره يې د هلمند ولایت په لشکري کانال کې ۲.۵ کیلومتره برخه بېرته ورغولې او له دې سره د دې ولایت یو شمېر کلیو ته اوبه بېرته رسیدلي دي.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، دغه پروژه د ۱۵ کلیو لپاره د خوندې اوبو او د خړوبولو سیسټم ته د غوره لاسرسي زمینه برابر کړې ده، چې له امله يې له ۳۶ زرو ډېر خلک ګټهمند شوي دي.
لښکري کانال د هلمند ولایت یو له مهمو اوبو لېږدوونکو لارې ګڼل کېږي، چې د سیمې د خلکو په کرنه او ژوندانه کې مهم رول لري. خو د وروستیو کلونو په اوږدو کې یې د زیانمنېدو له امله بزګر له جدي ستونزو سره مخ وو.
نړیوال سازمانونه وایي، په افغانستان کې د اوبو بنسټیزو جوړښتونو بیا رغونه، د شفاف او حساب ورکوونکي مدیریت ترڅنګ، کولای شي د خوړو امنیت پیاوړی کړي او د سیمې د خلکو زیانمن کېدنه کمه کړي. دا یوه حیاتي موضوع ده چې په اوسني وضعیت کې د افغانستان د خلکو لپاره ډېر ارزښت لري.




