ټولنه‌یزمهم خبرونه

په لشکرګاه کې د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د څېړنې بهیر پیل شوی

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د ځمکې لاندې اوبو ریاست ویلي چې د دې ریاست د سروی او پلټنې ټیمونو د هایدروجیولوژۍ لومړنۍ څېړنې او جیوفزیکي تحقیقات د لشکرګاه ښار او د هلمند ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې ترسره کړي دي.

د دې معلوماتو پر بنسټ، دا څېړنې د لشکرګاه ښار د بېلابېلو سیمو او د باباجي، واشیر او نهرسراج ولسوالیو په برخو کې شوي دي. د دغو څېړنو موخه د ښاري د اوبو رسولو شبکې جوړولو او د کډوالو ښارګوټو ته د څښاک د اوبو د برابرولو لپاره د زمینې برابرول ښودل شوي دي.

د یاد ریاست په وینا، ترسره شوې سرویګانې د دې لپاره ډیزاین شوې دي چې د ځمکې لاندې د اوبو د سرچینو ظرفیت وپېژني او د هغوی د دوامدارې کارونې امکان وارزوي، څو د دې سیمو د اوسېدونکو د مخ پر زیاتېدونکو اړتیاوو پوره کولو ته زمینه برابره کړي.

په هلمند کې د پاکو څښاک اوبو نشتوالی د جدي ستونزو له ډلې ګڼل کېږي، او د دې ډول پروژو عملي پلي کول کولای شي د اوسېدونکو او کډوالو د ژوند د شرایطو په ښه‌والي کې مهم رول ولري، خو د پایلو شفافیت او د دغو پروژو دوام لا هم د ځایي خلکو له اساسي غوښتنو څخه دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button