د لښکرګاه هوايي ډګر د بیارغونې کار وروستیو پړاوونو ته رسېدلی دی

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند ریاست وايي، د هلمند ولایت د لښکرګاه هوايي ډګر د احاطې د فېنس دېوال، رمپ او د الوتنې کرښې د بیارغونې چارې ۹۷ سلنه بشپړ شوي او ډېر ژر به د کارونې لپاره سپارل شي.
د دغې ادارې په وينا، د دغه پروژې لګښت شاوخوا اته ميليونه افغانۍ اټکل شوی دی. د بیارغونې موخه د هوايي ډګر تخنیکي بنسټونو پیاوړتیا او د الوتکو د کښیناستو او پورته کېدو لپاره د غوره شرایطو برابرول بلل شوي دي.
د لښکرګاه هوايي ډګر د هېواد په سويل کې له مهمو ترانسپورتي تاسيساتو څخه شمېرل کېږي چې په تېرونو کلونو کې د جګړې او د تخنیکي نهپاملرنې له امله زیانمن شوی و. د هلمند اوسېدونکو تل ټینګار کړی چې دغه هوايي ډګر بايد د اسانتیاوو د رامنځته کولو او د اقتصادي فعالیتونو د ودې لپاره په معیاري ډول فعال شي.
د طالبانو د ادارې چارواکي وايي، دا پروژه به په نږدې راتلونکې کې په رسمي ډول پرانېستل شي.




