د لشکر طیبه مشر د طالبانو حکومت ته له پاکستاني پوځ سره د یو ځای کېدو ګواښ وکړ

قاري محمد یعقوب شیخ، چې د لشکر طیبه ډلې یو لوړپوړی مشر بلل کېږي، طالبان حکومت ته ګواښ کړی چې که له افغانستانه د نورو هېوادونو پر ضد د بریدونو د مخنیوي لپاره واضحه تضمین ور نه کړي، نو دغه ډله به د پاکستاني پوځ تر څنګ ودرېږي.
قاري یعقوب سره له دې، د طالبانو لهخوا هغې وروستۍ فتوې هرکلی کړی چې د افغانستان له خاورې بهرنیو بریدونو ته اجازه نه ورکوي، او دا یې یو مثبت ګام بللی. خو هغه ټینګار کړی چې یوازې فتوا بسیا نه ده، بلکې دا باید عملي بڼه غوره کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې له هغه وروسته چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، څو څو ځله د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د وسله والو ډلو د حضور په تړاو سیمهییزې اندېښنې راپورته شوې دي؛ اندېښنې چې د طالبانو حکومت تل هڅه کړې یا یې رد کړي یا هم کم اهمیت ورکړي.
منتقدان باور لري چې د طالبانو د حکومت د کړنو د شفافیت او ځواب ویلو نشتوالی د ګاونډیو هېوادونو باور کمزوری کړی او دا چاره د افغانستان د سیمهییزو امنیتي سیالیو پر ډګر د بدلېدو خطر زیاتوي. دا وضعیت کولای شي د افغانستان د خلکو لپاره جدي پایلې ولري.




