ټولنه‌یزمهم خبرونه

په ميدان وردګ کې د بېرته راستنو شويو کډوالو لپاره د ځمکې وېش پيل شو

د ميدان وردګ ولايت ځايي چارواکو اعلان کړی چې د دې ولايت بېرته راستنو شويو کډوالو کورنيو ته د ځمکې د وېش لړۍ رسمي ډول پيل شوې ده. د دوی په وينا، د دې پروګرام موخه د راستنېدونکو کسانو لپاره د استوګنې ځای برابرول دي.

ملا خيرالله خيرخواه، د ميدان وردګ والي، په همدې موخه جوړ شوي ناستې کې له اړوندو ادارو وغوښتل چې د راستنو شويو کورنيو ستونزو ته لومړيتوب ورکړي او هغوی ته د اساسي خدمتونو د برابرولو لپاره لازم ګامونه واخلي. نوموړي ټينګار وکړ چې د دغه بهير د عملي کېدو لپاره د ادارو ترمنځ همغږي ضروري ده.

په همدې غونډه کې مولوي نجيب‌الله حيات حقاني، د طالبانو د ښار جوړونې او استوګن وزارت وزير، وويل چې دا برنامه هغو کډوالو ته ځانګړې شوې چې د ۱۴۰۲ د عقرب له مياشتې څخه تر ۱۴۰۴ کال پورې له ګاونډيو هېوادونو په جبري ډول افغانستان ته راستانه شوي دي. د ده په وينا، دا ښارګی د ميدان ښار په مرکز کې موقعيت لري او د ۸۰۰ جريبه ځمکې په ساحه کې د ۱۲۰۰ استوګنيزو نومرو لپاره طرحه شوی دی.

وزير زياته کړه چې د ځمکې وېش به د «الف»، «ب» او «ج» فورمونو له مخې ترسره کېږي او د دې بهير څارنه او تنظيم به د وزارت له لوري ترسره کېږي. نوموړي دا هم زياته کړه چې دغه ښارک به د مکتب، کلينيک، جومات او د څښاک د اوبو شبکې په څېر لازمې اسانتياوې ولري.

خو، د تېرو کلونو تجربو ښودلې چې ډېرې ورته برنامې د بېرته راستنو شويو کډوالو لپاره له ننګونو لکه د تطبیق ځنډ، د خدمتونو نشتوالی او د روڼتيا کمښت سره مخ وې. تمه کېږي چې د طالبانو اداره د پروګرامونو د اعلان پر ځای د هغو کورنيو واقعي او عاجلو اړتیاوو ته عملي ځواب ووايي چې له جبري راستنېدو وروسته له سختو حالاتو سره مخامخ دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button