په لغمان کې د اوبو رسونې شبکه بشپړه شوه؛ د عامه خدماتو پر متوازن پراختيا ټینګار وشو

د لغمان ولایت د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا ریاست مسؤلینو اعلان وکړ چې د مهترلام ښار د اوبو رسونې یوه شبکه بشپړه شوې ده او له دې لارې ۸۹۰ کورنیو ته د څښاک اوبو زمینه برابره شوې ده.
د مسؤلینو په وینا، دا پروژه د مهترلام ښار د کاپر کلي اړوند د کډوالو ښارګوټي کې تطبیق شوې ده. د دې شبکې د جوړولو لګښت نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو ته رسېږي او د څلورو میاشتو په موده کې بشپړه شوې ده.
دغه پروژه د طالبانو تر ادارې لاندې د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت له خوا تمویل او عملي شوې ده. د دې پروژې هدف د دې سیمې د اوسېدونکو لپاره د سالمو څښاک اوبو برابرول بلل شوی دی.
لغمان د هېواد له ختیځو ولایتونو څخه دی چې په ځینو سیمو کې یې خلک له پاکو اوبو د کمښت ستونزې سره مخ دي. سره له دې چې د دې ډول پروژو تطبیق کولای شي د خلکو یو شمېر بنسټیزې اړتیاوې پوره کړي، خو د دغه ولایت اوسېدونکي تل په ټولو سیمو کې د عامه خدماتو پر متوازن پراختیا ټینګار کوي.




