د قرغیزستان او اروپايي اتحادیې د همکاری غونډه په بیشکک کې ترسره شوه

د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد او اروپايي اتحادیې ترمنځ د همکاریو د پرمختګ اووهیمه فرعي کمېټې غونډه د جمعې په ورځ په بیشکک ښار کې ترسره شوې ده. دغه غونډه د بنسټیزو لومړیتوبونو، پانګونې او د دواړو لورو ترمنځ د مهمو همکارۍ وسایلو د پلي کولو بهیر ته ځانګړې شوې وه.
د قرغیزستان پلاوی د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر مدر اباکیروف په مشرۍ، او د اروپايي اتحادیې پلاوی د شارلوټ ادرین په مشرۍ چې د اروپايي کمیسیون د نړیوالو مشارکتونو په مدیریت کې د منځنۍ آسیا او افغانستان د څانګې مشره ده، په دې غونډه کې ګډون کړی و. د قرغیزستان د څو دولتي ادارو استازو هم په خبرو اترو کې برخه اخیستې وه.
د غونډې په بهیر کې، شارلوټ ادرین د «نړیوال دروازې» نوښت په چوکاټ کې د ترلاسه شویو پرمختګونو یادونه وکړه او د قرغیزستان او د اروپایي پانګونې بانک ترمنځ د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ د تفاهملیک لاسلیک یې یو مهم ګام وباله.
په پای کې، دواړو لورو د دوه اړخیزو او سیمهییزو همکاریو پر بنسټیزو موضوعاتو خبرې وکړې او د دواړو خواوو د ګډو علاقې لرونکو برخو د اړیکو د پیاوړتیا او د همکاریو د لا اغېزمن کولو لپاره لومړیتوبونه وټاکل شول.




