ټرمپ: د چین له لوري د تایوان پر ضد د پوځي اقدام کوم نښه نه ښکاري

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې په نږدې راتلونکي کې د چین لهخوا د تایوان پر وړاندې د پوځي اقدام احتمال کم دی او ټینګار یې کړی چې دا مهال له پیکنګ څخه د دغه ډول پرېکړې هیڅ نښه نه لیدل کېږي.
ټرمپ د تایوان شاوخوا د تاوتریخوالو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې له شي جین پینګ، د چین له ولسمشر سره، ښې اړیکې لري او هغه هېڅ اشاره نه ده کړې چې چین د پوځي اقدام نیت لري. د هغه په وینا، چین له کلونو راهیسې په دې سیمه کې ورته پوځي تمرینونه ترسره کوي او دا موضوع نوې نه ده چې اندېښنه پيدا کړي.
بل لور ته، د چین د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد د پوځ وروستي پوځي تمرینونه د تایوان سواحلو ته نږدې، د چین د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره اړین اقدام بللی دی. د وزارت ویاند لین جیان ویلي، دا مانورونه د هغو څه په وړاندې مستقیم ځواب دی چې هغه د بهرنیو ځواکونو لاسوهنه او د تایوان وسلهوالول وباله.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه د تایوان د چارواکو اړیکې له متحده ایالاتو سره د تاوتریخوالي زیاتوالی وباله او خبرداری یې ورکړ چې دا لړۍ کولای شي د تایوان وضعیت لا خطرناک کړي.
د چین پوځ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د «د عدالت ماموریت ۲۰۲۵» تر سرلیک لاندې یې د ځمکني، بحري، هوايي او توپچي ځواکونو واحدونه د تایوان شاوخوا ځای پر ځای کړي دي. د چین د ختیځې سیمې پوځ ویلي، په دې مانورونو کې به د ریښتینو مهماتو ډزې وشي او د جزیرې شاوخوا اوبه او هوايي دهلېزونه به د څو ساعتونو لپاره د تګ راتګ محدودیتونه ولري.
د چین د پوځ په وینا، په دغو تمرینونو کې به جنګي الوتکې، بموښتونکي، بېپيلوټه الوتکې او لېرې واټن توغندي کارول کېږي، او د ځمکنيو متحرک هدفونو پر ضد همغږي برید د تمرین برخه ده. دا د ۲۰۲۲ کال راهیسې د تایوان شاوخوا د چین شپږم پوځي تمرین ګڼل کېږي.
دغه مانورونه ۱۱ ورځې وروسته له هغه پیل شول چې متحده ایالاتو د تایوان لپاره د ۱۱.۱ میلیارده ډالرو د وسلو د پلور اعلان وکړ. د چین پوځي چارواکو ویلي، د دغو تمرینونو موخه د تایوان د تجزیهطلبو ځواکونو ته خبرداری او د بهرني پوځي مداخلې مخنیوی دی.




