په کندز کې د دوو ټېرپارکونو د جوړولو کار ۳۲ سلنه پرمختګ کړی

د طالبانو د ترانسپورت او هوانورۍ ریاست ویلي چې د کندز په ولایت کې د دوو ټېرپارکونو د جوړولو کار چې نږدې ۵۷ میلیونه افغانۍ لګښت لري، ۳۲ سلنه پرمختګ کړی دی. دغه پروژې د دې ولایت د دشت آبدان په سیمه او د چاردرې په ولسوالۍ کې عملي کېږي.
د مسوولینو په وینا، په دشت آبدان کې لږ تر لږه ۲۹ میلیونه افغانۍ او په چاردره ولسوالۍ کې له ۲۸ میلیونو څخه ډېرې افغانۍ د دغو ټېرپارکونو د جوړولو لپاره ځانګړې شوې دي. د دغو پروژو عملي کار شاوخوا څلور میاشتې مخکې پیل شوی و.
ټېرپارکونه د ترانسپورتي بنسټونو له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي چې جوړول یې کولای شي د بار وړونکو وسایطو تګ راتګ منظم کړي، د لویو لارو ګڼه ګوڼه کمه کړي او د موټرچلوونکو لپاره د خدمتونو کیفیت ښه کړي. کندز ولایت د خپل ترانزیټي موقعیت له امله د هېواد په شمال کې د سوداګریزو وسایطو د تګ راتګ له مهمو لارو څخه بلل کېږي.




