سياستمهم خبرونه

په کندز کې د پاکستان د هوايي بریدونو پر ضد اعتراضي غونډه وشوه

یوه شمېر د کندز ښار اوسېدونکي د یوه اعتراضي لاریون په ترڅ کې د پاکستان له خوا د افغانستان د حریم د تکراري سرغړونو او هوايي بریدونو غندنه وکړه. د غونډې ګډونوالو اعلان وکړ چې د هېواد پر خاورې د هر ډول برید پر وړاندې د تلافۍ له اقدامونو ملاتړ کوي.

د معترضانـو په وینا، د دغو بریدونو دوام د خلکو اندېښنې زیاتې کړې او دوی له اړوندو لورو وغوښتل چې دا لړۍ ژر تر ژره ودروي. ګډونوالو ټینګار وکړ چې د افغانستان ارضي بشپړتیا د دوی لپاره سره کرښه ده.

هغوی همدارنګه څرګنده کړه چې په هر وضعیت کې د هېواد دفاع ته د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړ دي. د غونډې ګډونوالو له اړوندو خواوو وغوښتل چې د شخړو د کمښت او د ملکي کسانو د ژغورلو لپاره له ډیپلماتیکو او مسوولانه لارو کار واخلي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button