اقتصادمهم خبرونه

په کندز کې یوه شخصي فابریکه هره ورځ له څلورو ټنو زیات PVC پایپونه تولیدوي

د کندز ولایت د یوې شخصي پایپ جوړونې فابریکې مسؤلین وايي، دغه کارخانه هره ورځ له څلورو ټنو زیات PVC او پلاستیکي پایپونه تولیدوي. د دوی په وینا، د فابریکې تولیدات نه یوازې د ځایي بازارونو لپاره دي، بلکې څو ګاونډیو ولایتونو ته هم لېږل کېږي.

مسؤلین وضاحت ورکوي چې د دوی تولیدات د کندز د بېلابېلو ولسوالیو تر څنګ، د بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو ته هم صادرېږي. هغوی زیاتوي چې د پلاستیکي پایپونو پر زیاتېدونکې تقاضا په ساختماني او کرنیزو برخو کې، د دې فابریکې د فعالیت د پراختیا زمینه برابره کړې ده.

PVC پایپونه د خپل سپک وزن، د رطوبت پر وړاندې د مقاومت او د لږ لګښت له امله، په ساختماني پروژو او د اوبو رسولو په شبکو کې پراخه کارونه لري. د دې ډول فابریکو پراختیا کولی شي د کارموندنې په برخه کې مرسته وکړي او د ولایتونو په کچه د وارداتو پر وابستګۍ د کمښت سبب شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button