په کندز کې پانګهوال د سمنټو د فابريکې جوړېدو غوښتنه کوي

يو شمېر ګډو افغاني او بهرنيو پانګهوالو د کندز د ولايت له مرستيال، مولوي حبيبالرحمن صهيب سره په ليدنه کې د يوې سترې سمنټو د توليد فابريکې د جوړېدو غوښتنه وکړه.
د کندز د ولايت د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، دغه پانګهوال دوه تنه د چين، يو تن د تاجکستان او يو افغان پانګهوال دي چې څرګنده يې کړه، له دې وروسته چې په علياباد ولسوالۍ کې د لس کيلومتره ساحې تثبيت بشپړ شي، د يوې سترې د سمنټو د توليد او پروسس فابريکې د جوړولو کار به پيل کړي.
د هغوی په وينا، دغه فابريکه به د ورځې په کچه د ۲۵۰۰ تر ۳۰۰۰ ټنه پورې سمنټ توليد توان ولري او د زرو کسانو لپاره به په بېلابېلو برخو کې د کار زمينه برابره کړي.
مولوي حبيبالرحمن صهيب په دې ناسته کې له يادې طرحې هرکلی وکړ او ډاډ يې ورکړ چې د طالبانو تر واک لاندې د کندز ولايت مشرتابه او اړوند ادارې به له پانګهوالو ملاتړ وکړي او د موجودو امکاناتو په چوکاټ کې اړينې اسانتياوې به برابرې کړي.
هغه زياته کړه، د هېواد د امنيت له ټينګښت سره، د کورنيو او بهرنيو پانګهوالو د پانګونې روحيه پياوړې شوې ده؛ خو دا څرګندونه په داسې حال کې کېږي چې اقتصادي فعالان لا هم د شفافيت، حقوقي ثبات او دايمي پانګونې لپاره د عملي تضمين غوښتنه کوي.




