امنیت او پېښېمهم خبرونه
په کندز کې څلور تنه د وژنې په تور نيول شوي

د کندز د پولیسو قوماندانۍ ویاند اعلان کړی چې د امنیتي ځواکونو له خوا په دشت ارچي ولسوالۍ کې څلور تنه د سیمې اوسېدونکي د وژنې په تور نیول شوي دي.
د جُمعهالدین خاکسار په وينا، دغو کسانو تورن دي چې د دشت آبدان په سیمه کې، د یو عامه سړک په اوږدو کې، د ځمکې پر سر د شخړې له امله درې خپلو تره زامن په ډزو وژلي دي.
خاکسار زياتوي، تورن کسان له پېښې وروسته له سيمې تښتېدلي وو، خو امنیتي ځواکونو هغوی پېژندلي او نیولي دي.
دا پېښه په داسې حال کې شوې ده چې د ځمکې د شخړو دوام او د شخړو د هواري روښانه ميکانيزم نشتوالی څو ځله د خلکو ژوند اخيستی او د طالبانو د ادارې د وړتيا په اړه د سيمهييزو تاوتريخوالو د مخنيوي او عدالت د تامين پوښتنې راپورته کړي دي.




