په کنړ کې له ښځو او یتیمانو سره د ۹.۴ میلیونه افغانیو مرسته توزیع شوه

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو ریاست اعلان کړی چې په کنړ ولایت کې د ۸۲۳ زیانمنو ښځو، یتیمانو او بېسرپرسته ماشومانو لپاره د نغدو، خوراکي او غیرخوراکي مرستو توزیع ترسره شوې ده چې ارزښت یې له ۹.۴ میلیونو افغانیو څخه زیات دی.
په خبرپاڼه کې چې د دې ریاست لهخوا خپره شوې، ویل شوي چې دغه مرستې د کنړ په یو شمېر ولسوالیو کې اړمنو کسانو ته رسېدلې دي. د دې اقدام موخه د زیانمنو کورنیو ملاتړ بلل شوی دی.
د یادې ادارې په وینا، توزیع شوي توکې آرد، وریجې، غوړي، خیمې، کمبلې او یو شمېر نور لومړني توکي شامل دي.
خو د سیمې اوسېدونکي ټینګار کوي چې په ډېرو برخو کې د کنړ د خلکو اړتیاوې پراخې دي او لنډمهاله مرستې د دوامدارو اقتصادي ستونزو د حل توان نه لري. د ټولنیزو چارو کارپوهان هم پر دې ټینګار کوي چې د مرستو د مستحقو د پېژندنې بهیر باید شفاف وي او حمایوي پروګرامونه باید دوام ومومي، څو مرستې په عادلانه ډول تر ریښتینو اړمنو کسانو ورسېږي.



