اقتصادمهم خبرونه
د کنړ سیند نه درونټې بند ته د اوبو لېږد طرح منظوره شوه

د طالبانو د ریاست الوزرا د دفتر د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې په غونډه کې، د تخنیکي بحثونو وروسته، د کنړ سیند نه درونټې بند ته د اوبو د انتقال وړاندیز منظور شو او د وروستي پرېکړې لپاره اقتصادي کمېسیون ته وسپارل شو.
د مسئولینو په وینا، د دې طرحې موخه د ننګرهار په کرهنيزو سیمو کې د اوبو کمښت راکمول دي؛ هغه ولایت چې ډېری اوسېدونکي یې پر کرنه متکي دي.
کنړ سیند د هېواد په ختیځو برخو کې د اوبو یوه مهمه سرچینه ګڼل کېږي او درونټې بند هم د ننګرهار له زړو اوبو لګولو او برېښنا تولیدوونکو تأسیساتو څخه دی. د دغو دوو سرچینو نښلول کولی شي د اوبو مدیریت ښه کړي.
خو بیا هم، د دې پروژې د عملي پيل او د تطبیق څرنګوالي په اړه وروستۍ پرېکړه اقتصادي کمېسیون ته پرېښودل شوې او نور جزئیات به وروسته په رسمي توګه خپاره شي.




