کرملین د دوندالډ ټرمپ ادعا رد کړه چې هند له روسیې د تېلو پېرل بند کړي

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر دوندالډ ټرمپ هغه ادعا رد کړې چې ګواکې هند له مسکو سره د تېلو پېرل بند کړي. د کرملین ویاند ویلي چې روسیه تر اوسه له نوي ډېلي څخه دا ډول دریځ نه دی اورېدلی.
دیمیتري پسکوف، د کرملین ویاند، د سهشنبې په ورځ وویل روسیه د هند له لوري د تېلو د پېرلو اړوند معلومات او راپورونه په دوامداره توګه څاري او هر ډول څرګندونې په دې برخه کې شننه او ارزونه کوي. د هغه په وینا، تر اوسه هېڅ رسمي پیغام یا پرېکړه د هند له حکومت څخه مسکو ته نه ده رسېدلې چې له روسیې د تېلو له پېرلو ډډه کوي.
پسکوف ټینګار وکړ چې روسیه غواړي له هند سره خپلې اړیکې لا پراخې کړي، او هند د مسکو لپاره په سیمهییز او نړیواله کچه یو مهم شریک دی. هغه زیاته کړه چې مسکو د هند او متحده ایالاتو اړیکو ته درناوی لري، خو له نوي ډېلي سره د خپلې ستراتېژیکې ملګرتیا پراختیا ته هم ځانګړې پاملرنه کوي.
دغه څرګندونې وروسته له هغې شوې چې د دوشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر دوندالډ ټرمپ په ټولنیز شبکه «تروت سوشال» کې ادعا وکړه چې له د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره تر خبرو وروسته، نوي ډېلي له روسیې د تېلو د پېرلو د بندېدو هوکړه کړې او پر ځای به له امریکا او ښايي ونزوېلا څخه ډېر تېل وارد کړي. ټرمپ دغه اقدام د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو له هڅو سره تړلی وباله.




