مهم خبرونهنړیوال

کرملین: د پوتین او زلنسکي لیدنه يوازې په مسکو کې ممکنه ده

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند اعلان کړی چې ولادیمیر پوتین به یوازې په مسکو کې له د اوکراین ولسمشر سره وګوري او دغه دریځ لا هم نه دی بدلون موندلی. دیمیتري پسکوف ویلي، د ولودیمیر زلنسکي وروستي څرګندونې د مسکو ته د نه تګ په اړه کومه نوې خبره نه لري.

پسکوف په یوه خبري غونډه کې زیاته کړه چې په ځینو اروپايي هېوادونو کې د روسیې سره د خبرو د اړتیا په اړه بحثونه پیل شوي او مسکو د دې بهیر هرکلی کوي. د هغه په وینا، د پوتین دریځ د زلنسکي سره د احتمالي لیدنې د ځای په اړه “د ټولو لپاره روښانه” دی.

دغه د کرملین چارواکي همدارنګه وویل چې تراوسه امانوئل مکرون د فرانسې ولسمشر او فریدریش مرتس د جرمني صدراعظم د پوتین سره د مستقیم تماس لپاره اقدام نه دی کړی. هغه د ځینو اروپايي هېوادونو له خوا د روسیې سره د تماس بشپړ پرېکون د “سیاسي نه پوهاوي او لنډ لید” نښه وبلله.

د پسکوف په وینا، د اوکراین د سولې د خبرو د راتلونکي پړاو د ترسره کولو په اړه عمومي تفاهم شته او تمه کېږي چې دا غونډه ژر ترسره شي. نوموړي ټینګار وکړ چې کرملین به د دغو خبرو د ترسره کېدو وخت او ځای اعلان کړي.

د کرملین ویاند د خپلو خبرو په بله برخه کې د روسیې له اړخه کوبا ته د نفت او نفتيو محصولاتو د لېږلو موضوع ته اشاره وکړه او ویې ویل چې مسکو د دې مسئلې د حل لپاره له واشنګټن سره پر رغنده خبرو ټینګار کوي. هغه زیاته کړه چې روسیه نه غواړي د کوبا ته د استول شوو نفتيو بارونو په تړاو له متحده ایالاتو سره شخړه زیاته شي او هممهاله له کوبایي چارواکو سره د تیلو د بحران د مرستې د امکاناتو د ارزونې په اړه تماسونه لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button