امنیت او پېښېمهم خبرونه

د کونړ په اسمار کې د پاتې مهماتو چاودنې يوه ښځه وژلې

د کونړ ولايت ځايي سرچينې وايي، د يوې جګړې پاتې مرمۍ د چاودنې له امله په اسمار ولسوالۍ کې يوه ښځه وژل شوې او دوه تنه نور، چې يو ماشوم هم پکې شامل دی، ټپيان شوي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، دا پېښه د چهارشنبې په ورځ، د مرغومي ۱۷مه، د اسمار ولسوالۍ په «اغزباغ» سيمه کې رامنځته شوې ده. ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي، خو د هغوی روغتيايي حالت نازک بلل شوی دی.

تر د دې خبر د خپرېدو پورې، د طالبانو ځایي چارواکو د دې چاودنې په اړه کومه څرګندونه نه ده کړې او د پېښې د څرنګوالي په اړه هم زيات جزئيات نه دي ورکړل شوي. د روڼ اطلاع‌رسونې نشتوالی د ملکي وګړو د خونديتوب په اړه اندېښنې زياتې کړي دي.

دا په کونړ کې د دې ډول لومړۍ پېښه نه ده؛ دوه ورځې وړاندې هم د نورګل په مزاردره سيمه کې د هاوان مرمۍ چاودنه شوې وه چې يو تن يې وژلی او شپږ تنه نور يې ټپيان کړي وو.

افغانستان د څو لسيزو جګړو له امله لا هم د ماينونو او نه‌چاودېدونکو موادو له پراخ خطر سره مخ دی؛ دغه پاتې مهمات د ملکي وګړو ژوند ته مستقيم ګواښ پېښوي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، شاوخوا درې ميليونه او درې سوه زره کسان د هېواد په هغو سيمو کې اوسي، چې د ماينونو او چاودېدونکو موادو له ګواښ سره يوازې يو کيلومتره واټن لري. دا حالت د عاجلې او مسؤلې پاک‌کارۍ غوښتنه کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button