امنیت او پېښېمهم خبرونهمهم سرلیک

شپږ مياشتې وروسته له د کونړ زلزلې؛ زرګونه ماشومان لا هم په خېمو کې زده‌کړې کوي

د ماشومانو د ژغورنې سازمان اعلان کړی چې د کونړ له زلزلې شپږ مياشتې تېرې شوي، خو لا هم ګڼ شمېر ويجاړ شوي کورونه او ښوونځي بيا رغول شوي نه دي، او شاوخوا ۲۵ زره ماشومان اوس هم په خېمو کې ژوند کوي او زده‌کړې کوي.

د دې ادارې په وينا، په ځينو سيمو کې د واورې د اورېدو له امله تدريسي خيمې نړېدلي، او په نورو سيمو کې د خېمو د تودوخې لپاره د لرګيو کارول د اورلګيدنې خطر زيات کړی دی. دغه حالت د ماشومانو د خونديتوب او روغتيا په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي.

د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، دغه زلزله له ۶۰۰ زيات ټولګي ويجاړ يا سخت زيانمن کړي دي. له دې امله، نږدې ۱۷ زره زده‌کوونکي اړ شوي چې په موقتي ټولګيو کې درس ووایي.

دغه وضعيت په داسې حال کې دوام لري چې د زيانمنو سيمو اوسېدونکي له د طالبانو له ادارې څخه د ښوونځيو او کورونو د بيا رغونې د بهير د چټکتيا غوښتنه کوي. د مرستندويه بنسټونو په وينا، د بيا رغونې په چارو کې ځنډ به يوازې د زده‌کړو د محروميت لامل نه شي، بلکې ماشومان به له جدي ژونديو ګواښونو سره هم مخ کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button