د کنړ د زلزله له شپږو میاشتو وروسته د مرستو کمښت؛ د خدماتو د درېدلو خبرداری

د ناروې د کډوالو شورا ویلي چې له مرګوني زلزلې شپږ میاشتې وروسته، په کنړ ولایت کې بشري مرستې په څرګند ډول کمې شوې دي او ښايي ځینې حیاتي خدمات وتړل شي. دغه اداره خبرداری ورکړی چې که ژر ملاتړ ورسېږي نه، نو زیانمنې کورنۍ به یو ځل بیا د بېځایه کېدو له خطر سره مخ شي.
د دې شورا استازي جاکوپو کاریدي د پنجشنبې په ورځ د حوت په اوومه وویل چې زرګونه کورنۍ چې د اګست میاشتې زلزلې کې یې خپل کورونه له لاسه ورکړي، لا هم په نامعلوم حالت کې ژوند کوي. د ده په وینا، ډېری دغه کورنۍ په تېرو شپږو میاشتو کې په خېمو او موقتي استوګنځایونو کې ژوند کړی او د ژمي سړې هوا او سخت شرایط یې یوازې د ابتدایي امکاناتو پر مټ زغملې دي.
کاریدي زیاته کړه چې د ډېرو مرستندویه ادارو، په ګډون د ناروې د کډوالو شورا، بودجه پای ته رسېدلې ده، او که نوې سرچینې برابرې نه شي، نو اړ به وي خپلې چارې ودروي. هغه ټینګار وکړ چې د مرستو د کمېدو له امله کورنۍ ښايي اړې شي د بنسټیزو خدماتو او د ښه ژوند د فرصتونو د ترلاسه کولو لپاره د هېواد نورو سیمو ته کډه وکړي، چې دا به په هېواد کې د داخلي بېځایه کېدونکو شمېر زیات کړي.
دغه اداره همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې د بشري عملیاتو د مالي کمښت له امله، د زیانمنو خلکو د اړتیاوو په پوره کولو کې جدي ستونزې رامنځته شوې دي. د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، تر ۲۰۲۶ کال پورې د اړینو مرستو له بودجې څخه تر اوسه لږ تر لږه یو سلنه برابر شوې ده.
هغه مهال چې د هېواد د کړکېچونو د مدیریت مسوولیت د طالبانو په غاړه دی، مرستندویه ادارو څو ځلې د نههمغږۍ او د سرچینو د کمښت له امله د اغېزمنو خلکو د دوامدارې پاملرنې په برخه کې اندېښنه څرګنده کړې ده؛ داسې حالت چې فشار یې ډېر د زلزلهځپلو سیمو پر اوسېدونکو پاتې شوی دی.




