کیم جونګ اون د نوي اټومي توغندویي سيستم څخه پرده پورته کړه

د شمالي کوریا مشر، کیم جونګ اون، د پنجشنبې په ورځ په پیونګیانګ کې د یوې نوې څوګونې توغندویي وسیلې د معرفي کولو مراسم ترسره کړل، چې د اټومي کلاهک د لېږد وړتیا لري. هغه دا نوی توغندویي سیسټم د نړۍ له پیاوړیو وسلو څخه یو وباله. دا اعلان د دغه هېواد د واکمن ګوند د مهم کانګرس د ترسره کېدو د درشل په مهال شوی دی.
د سيانان د راپور له مخې، د شمالي کوریا مشر په دې مراسمو کې خپله د یوه ګرځنده توغندویي لانچر د کنټرول دنده پر غاړه واخیسته. خپاره شوي انځورونه ښیي چې نوموړی د زرګونو کسانو په منځ کې، چې ملي بیرغونه یې پورته کړي وو، دا سیسټم فعالوي.
د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس (KCNA) هم ویلي، دغه توغندویي موټر د ګوند د کانګرس د ځای په سیمه کې په سمبولیک ډول ځای پر ځای شوی، او دا اقدام د دغه هېواد د “پوځې ځواک” څرګندونه کوي.
کیم جونګ اون په خپلو خبرو کې ویلي، د دې سیسټم ۶۰۰ میلیمېتري توغندي – چې د ده په وینا د ډېرو څوګونو توغندویي سیسټمونو په پرتله دوه ځله غټ دي – د وړتیا له پلوه د لنډ واټن بالستیک توغندیو سره برابر دي. شمالي کوریا په تېرونو کلونو کې خپل پوځي پروګرامونه پراخ کړي او څو ځله یې د نویو نظامي سیسټمونو د ازمایښت راپورونه ورکړي دي.




