مهم خبرونهنړیوال

کیم جونګ اون د شمالي کوريا د اټومي بازدارندګۍ د پياوړتيا ټينګار وکړ

د شمالي کوريا مشر، کیم جونګ اون، ويلي چې د نړیوالو نويو بدلونونو او د نړۍ د امنيتي وضعيت د پېچلتيا له امله، پېونګيانګ اړ شوې چې خپله اټومي بازدارندګي لا نوره پياوړې کړي.

د شمالي کوريا د دولتي رسنیو د راپور له مخې، هغه څرګنده کړه چې تازه جيوپوليټيکي کړکېچونه او د نړیوال نظام د کړکېچ زياتوالی، د دې هېواد لپاره د اټومي بازدارنده ځواکونو د پياوړتيا اړتيا يوه بېړنۍ اړتیا ګرځولې ده.

کیم جونګ اون دغه څرګندونې د یوې وسلوېزې پوځي مانورې پر مهال وکړې او زياته یې کړه چې د دې تمرين اصلي موخه د هایپرسونیک وسلو د جګړې د چمتووالي ارزونه او د شمالي کوريا د بازدارنده ځواکونو د خوځښت او اغېزمنتيا کتنه وه.

د راپور له مخې، په دې مانوره کې له پېونګيانګ ښار د ریونګ‌سونګ سيمې نه هایپرسونیک توغندي وتوغول شول چې ټاکل شوي هدفونه یې د جاپان سمندر په شاوخوا زر کیلومترۍ کې وويشتل.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button