په خیبرپښتونخوا کې د ترهګریزو بریدونو مرګژوبله زیاته شوې

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت پولیسو ویلي چې سږکال تر دې دمه لږ تر لږه ۵۰۲ کسان، چې پکې ملکیان او امنیتي سرتېري شامل دي، د ترهګریزو بریدونو له امله وژل شوي دي.
د پولیسو له خوا خپور شوی رسمي راپور ښيي چې په همدې موده کې د دغه ایالت په بېلابېلو سیمو کې ۱٬۵۸۸ ترهګریزې پېښې ثبت شوې دي.
د خیبرپښتونخوا د پولیسو مرکزي دفتر د دوشنبې په ورځ (۲۴ د قوس) په یوه راپور کې ویلي چې په دغو بریدونو کې ۲۲۳ ملکیان وژل شوي او ۵۷۰ نور ټپیان شوي دي. دغه شمېرې څرګندوي چې ملکی وګړي لا هم د ناامنۍ له عمده قربانیانو څخه دي.
د راپور پر بنسټ، امنیتي ځواکونو ته هم د پام وړ مرګژوبله اوښتې ده؛ له جملې یې ۱۳۷ پولیس افسران وژل شوي او ۲۳۶ نور ټپیان شوي دي. سربېره پر دې، ۱۸ دولتي کارکوونکي هم د ترهګریزو بریدونو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
پولیس زیاتوي چې امنیتي ځواکونو د کال په اوږدو کې ګڼ شمېره ضد ترهګر عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د دوی په وینا، ۳۴۸ ترهګر وژل شوي دي.
د راپور د جغرافیایي جزئیاتو له مخې، د بنو ولسوالۍ ۳۹۴ ترهګریزې پېښې ثبت کړي، چې تر ټولو زیاتې دي. په دې ولسوالۍ کې ۴۱ پولیس افسران وژل شوي او ۸۹ نور ټپیان شوي؛ همداراز ۵۴ ملکیان هم وژل شوي او ۱۲۵ نور ژوبل شوي دي.
د دیره اسماعیل خان سیمه کې ۱۵۲ ترهګریزې پېښې ثبت شوي، چې له امله یې ۱۳۷ یاغیان وژل شوي دي. شمالي وزیرستان ۱۸۱ پېښې لیدلي، چې ۳۸ ملکیانو پکې ژوند له لاسه ورکړی او ۱۸۲ نور ټپیان شوي؛ جنوبي وزیرستان ۱۰۳ بریدونه لیدلي، چې له امله یې ۳۹ ملکیان وژل شوي او ۸۶ نور ژوبل شوي دي.
په تازه پېښه کې، د پاکستان پوځ د دوشنبې په ورځ، د قوس ۲۴مه، ویلي چې د مهمند او بنو ښارونو په دوو جلا نښتو کې ۱۳ تنه د «تحریک طالبان پاکستان» یا «TTP» غړي وژل شوي دي.
هممهاله، پاکستان په «۲۰۲۵ نړیوال ترهګرۍ شاخص» کې دویم مقام خپل کړی دی. دا راپور ښيي چې د دغه هېواد د ترهګریزو بریدونو له امله تلفات د تېر کال په پرتله ۴۵ سلنه زیات شوي دي. یاد شاخص د اقتصاد او سولې مؤسسې له خوا چمتو شوی، چې د تېرو ۱۷ کلونو معلوماتو پر اساس، د نړۍ پر کچه د ترهګرۍ عمده بڼې او تمایلات تحلیلوي.




