ټولنه‌یزمهم خبرونه

د خيبرپښتونخوا زده‌کوونکي د ژمي له امله په افغانستان کې بند پاتې دي

د پاکستان د خيبرپښتونخوا ايالت هغه زده‌کوونکي چې په افغانستان کې د لوړو زده‌کړو په حال کې دي، د ژمي د فصل له نږدې کېدو او لارې بندېدو له امله په افغانستان کې بند پاتې شوي او له جدي ستونزو سره مخ دي.

د راپورونو له مخې، دا زده‌کوونکي په داسې حال کې نه شي کولی خپلو کورونو ته ستانه شي، چې د افغانستان ځینې پوهنتونونه د ژمي د رخصتیو له امله خپلې زده‌کړيزې چارې دروي او د دوی بیرته ستنېدل اړين ګڼل کېږي.

په ورته مهال، د خيبرپښتونخوا ایالتي اسمبلۍ یوه پرېکړه‌ليک منظور کړی او د پاکستان له حکومته یې غوښتي چې د دغې ستونزې د حل لپاره بېړني او لازم اقدامات ترسره کړي، ترڅو د زده‌کوونکو د خوندي ستنيدو زمينه برابره شي.

د تګ راتګ لارو بندېدل د زده‌کوونکو کورنۍ اندېښمنې کړي، او زده‌کوونکي وايي چې د دغه حالت دوام به يې پر زده‌کړو او اقتصادي وضعيت ناوړه اغېز وکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button