د خیبرپښتونخوا والي: د افغانستان سوله د پاکستان او سیمې په ګټه ده

د خیبرپښتونخوا ایالت والي فیصل کریم کندي ویلي چې د افغانستان د سولې تأمین به د پاکستان او ټولې سیمې په ګټه وي، او د ده په وینا، هېواد یې غواړي له افغانستان سره ښې اړیکې او د سوداګرۍ پراختیا ولري.
هغه دغه څرګندونې د پېښور پوهنتون په یوه غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې د پاکستان سیاسي مشرتابه د افغانستان له اوسنیو ستونزو او همدارنګه د دې هېواد له کورنیو ننګونو د حل توان لري. د هغه په وینا، پر ځای د دې چې یوازې ستونزې روښانه شي، باید د هغوی د حل لپاره عملي لارې ولټول شي.
د خیبرپښتونخوا والي همدارنګه ټینګار وکړ چې سیاسي او اقتصادي همکاري کولای شي د تاوتریخوالي د کمېدو او د امنیتي وضعیت د ښه کېدو زمینه برابره کړي.
دغه څرګندونې په داسې مهال شوي دي چې مخکې د خیبرپښتونخوا یو شمېر مشرانو ویلي وو، په پاکستان کې د اوسني امنیتي وضعیت ریښه د دې هېواد په تېرو ناسم سیاستونو کې پرته ده. خیبرپښتونخوا یو له هغو ایالتونو څخه دی چې له افغانستان سره ګډه پوله لري او د دواړو غاړو سیاسي او امنیتي بدلونونه پرې مستقیم اغېز لري.




