د خيبر پښتونخوا د وزيراعلی غوښتنه: افغانستان ته د يو ګډ هيئت لېږل

سهيل افريدي، د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت وزيراعلی، غوښتنه کړې چې له دغه هېواد څخه يو هر اړخيز هيئت افغانستان ته واستول شي څو د طالبانو د ادارې له چارواکو سره خبرې وکړي. نوموړي ويلي چې دا اقدام کولی شي د امنيتي وضعيت په ښه کېدو او د دواړو لوريو ترمنځ د تنشونو په کمېدو کې مرسته وکړي.
افريدي د چهارشنبې په ورځ په پېښور کې د يوې پروژې د پرانېستې پر مهال وويل چې دا هيئت باید د پاکستان د ايالتي او فدرالي چارواکو، علماوو او قبایلي مشرانو څخه جوړ شي. د ده په وينا، د بېلابېلو څېرو شتون کولای شي خبرې لا اغېزمنې کړي.
نوموړي ټينګار وکړ چې که دغه ډول هيئت افغانستان ته سفر وکړي، د دواړو خواوو ترمنځ د لا زيات تفاهم رامنځته کېدو امکانات زياتېږي. د پاکستان چارواکو په وروستيو کلونو کې څو ځله ادعا کړې چې وسله والې ډلې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بريدونه ترسره کوي.
خو د طالبانو اداره تل دا ادعاوې رد کړې دي او ويلي يې دي چې افغانستان د پاکستان د “امنيتي ناکاميو” مسوول نه دی. سره له دې، د تنشونو دوام او د دواړو لوريو ترمنځ د روښانه امنيتي همکارۍ د ميکانيزم نشتوالی دا پوښتنې راولاړې کړې چې د طالبانو اداره تر کومه بريده د سرحدي وسله والو د فعاليتونو د مخنيوي لپاره ژمنه ده.




