امنیت او پېښې

د خوست والي د علي‌شر او تري‌زایي سرحدي سيمو کتنه وکړه

د طالبانو له‌خوا ټاکل شوی د خوست والي مولوي عبدالله مختار تازه د دې ولايت د علي‌شر او تري‌زایي ولسواليو له سرحدي سيمو څخه ليدنه وکړه.

د طالبانو د خوست د ادارې له خوا په يوه خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې مختار د دې سفر پر مهال له سيمه‌ييزو چارواکو او د سرحد پر سيمو مېشتو ځواکونو سره وليدل او وې ويل چې د خلکو او هېواد دفاع يو «مقدس مسووليت» دی. نوموړي ترې وغوښتل چې په «صداقت، پياوړي عزم او بشپړه هوښيارتيا» سره خپلې دندې تر سره کړي.

د خوست والي د سرحدونو امنيت د «ملي حاکميت له بنسټيزو ستنو» څخه وباله؛ دا هغه اصطلاح ده چې د طالبانو په رسمي ويناوو کې ډېر کارېږي، خو په عملي ډګر کې له زياتېدونکو ستونزو سره لکه د شفاف نظارت نشتوالی، کمزوری مديريتي سيستم او له ملي مفاهيمو څخه سياسي ګټه اخيستل، مخ ده.

په مقابل کې، د طالبانو اړوند کارکوونکو او ځواکونو ډاډ ورکړی چې د هر ډول شرايطو په شتون کې د هېواد او خلکو د دفاع لپاره چمتو دي او د «ملي حاکميت» او عامه امنيت په ساتنه کې به ناغېړي ونه کړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو اداره له بېرته واک ته رسېدو راهيسې، په ځانګړي ډول په پوله‌والو ولايتونو کې، د ثبات د نشتوالي، کمزورو ملکي خدماتو او د مدني فضا د بندوالي پر سر د خلکو د انتقادونو سره مخ ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button