د خوست ښار په دويمه او درېيمه ناحيه کې د سړک جوړونې پروژه پيل شوه

د خوست ښاروالۍ د ښار په دويمه او درېيمه ناحيه کې د يوې نوې عمرانې پروژې د پيل خبر ورکړی دی. دغه پروژه کې ۱.۳ کيلومتره سړک، ۲.۵ کيلومتره اوبو د ويالې او دوه پلچکونه شامل دي، چې موخه يې د ښاري نظم ښهوالی او د ترافيکي ګڼهګوڼې کمول ښوول شوي دي.
د خوست ښاروال حافظ عبدالرشيد عمري د پروژې د پيل پرمهال وويل، چې د دې کار ساختماني چارې به په پنځه مياشتو کې بشپړې شي. د نوموړي په وينا، له دغې پروژې څخه د خلکو له ګټې اخيستنې وروسته، په يادو سيمو کې د تګ راتګ ستونزې او ترافيکي بېنظمۍ به تر ټولو کمې شي.
ښاروال ددې ترڅنګ ټينګار وکړ، چې ښاروالۍ هڅه کوي، د هټیوالو او د ښار د اوسېدونکو ستونزو ته رسېدنه وکړي او مختلفې عمرانې پروژې پلي کړي. هغه زياته کړه، چې د ښاري نظم برابرول د ښاروالۍ له اساسي مسووليتونو څخه دي او د دې هدف لپاره نور پلانونه هم ترتيب شوي، چې کار پرې روان دی.
له دې سره، يو شمېر هټیوال او د خوست ښار اوسېدونکي د دې پروژې هرکلی کړی دی. هغوی وايي، دا پروژه د ښار د پاکوالۍ او ښاري نظم په ښه کولو کې مهم رول لرلای شي.
د خوست ښاروالۍ د مسؤلينو د معلوماتو له مخې، تر ۱۴۰۴ لمريز کال تر پای پورې به په دغه ښار کې ۳۰ عمرانې پروژې د ۲۵۰ ميليونه افغانيو په لګښت پلي شي. همداراز د راتلونکي کال لپاره ۴۰ نورې وړې او ډېرې غټې پروژې هم پلان شوې دي.




