مهم خبرونهنړیوال

د «خرمشهر ۴» توغندي د اسراییل د بن‌ګورین پوځي هوايي ډګر ولگاوه

د ايران رسنيو راپور ورکړی چې د ځمکې نه تر ځمکې بالستيک توغندی «خرمشهر ۴» د اسرائيل د بن‌ګورين نړيوال هوايي ډګر پوځي برخې ته لګېدلی دی.

د راپورونو له مخې، دا د «خرمشهر ۴» توغندي لومړنی عملیاتي ازميښت و، چې د مايع سون موادو او يو ټنه سرلښکر (کلاهک) سره توغول شوی دی. ويل کېږي دغه توغندی د اسرائيل د پوځ د هوايي دفاع له څو پړاوونو تېر شوی او ټاکلي هدف ته رسېدلی دی.

لومړني راپورونه څرګندوي چې د لګېدنې په ځای کې مالي زيانونه رامنځته شوي، خو تر اوسه د ويجاړۍ او احتمالي تلفات معلوم شمېر په رسمي ډول نه دی خپور شوی. تمه کېږي چې له لا نورو پلټنو وروسته به بشپړ معلومات خپاره شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button