دوهم سرلیکمهم خبرونهنړیوال

آيت‌الله خامنه‌اي: امريکا او اسرائيل په وروستي جګړه کې ماتې وخوړه

د ايران اسلامي جمهوري رهبر، آيت‌الله علي خامنه‌اي، پرون ماښام په يوه تلويزيوني وينا کې وويل چې امريکا او اسرائيل د هغه څه په ترڅ کې چې ده ورته “د دولس ورځنۍ جګړې” نوم ورکړ، خپلو موخو ته ونه رسېدل او دغه جګړه يې يوه بشپړه ناکامي وبلله.

خامنه‌اي زياته کړه چې ايران په دغه نښته کې په ټينګښت ودرېد، نه يوازې يې بريدونو ته ځواب ورکړ، بلکې داسې وضعيت يې رامنځته کړ چې د نظام مخالفين يې هم ملاتړو ته ور زيات شول. د ده په وينا، اسرائيلي رژيم له دوو لسیزو راهيسې د دې جګړې لپاره تياری نیولی و، خو تش لاس راستون شو او خپلو هدفونو ته ونه رسېد.

د ايران مشر وويل چې امريکا د خپلو پرمختللو نظامي تکنالوژيو لکه جنګي الوتکو او اوبو لاندې کښتيو څخه کار واخيست، خو د دغو تجهيزاتو سره سره يې ماتې وخوړه، نه يې د ايران ولس ووېرولای شو او نه يې د عامه افکارو پر بدلولو کوم اغېز وکړ.

هغه د واشنګټن پر بهرنيو پاليسيو نيوکه وکړه او ويې ويل چې امريکا چېرته هم تللې، له هغې سره جګړه، ويجاړي، بې‌ځايه‌توب او آن نسل‌ وژنه مل وي. د خبرو پر مهال خامنه‌اي د اوکراين جګړه، په فلسطيني سيمو، سوريې او لبنان د اسرائيلو تېري ياد کړل او دا يې د امريکا د مستقيم ملاتړ پايله وبلله.

آيت‌الله خامنه‌اي د خپلې وينا په پای کې هغه راپورونه دروغ وبلل چې ګنې ايران د يوې درېيم هېواد له لارې امريکا ته پيغام استولی. هغه امريکا سره اړيکي د اسلامي جمهوريت لپاره نالايقه او نه منونکي وبللې او زياته يې کړه چې امريکا حتی خپلو دوستانو ته هم خيانت کوي او يوازې اقتصادي ګټو، لکه نفت او کانونو له مخې، جګړې ته لمن وهي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button