مهم خبرونهنړیوال

آنروا: ساړه هوا او باران د غزې انساني کړکېچ لا پسې سخت کړی

د ملګرو ملتونو د فلسطين د کډوالو د مرستو او کار اداره (آنروا) خبرداری ورکړی چې سختې ساړې هوا، باران او سېلابونه د غزې د اوسېدونکو کړاوونه لا پسې زیات کړي او زرګونه کورنۍ یې له سخت انساني بحران سره مخ کړې دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، هغه کورنۍ چې په خېمو، زیانمنو ودانیو او له خلکو ډکو پناهځایونو کې اوسېږي، له ساړې هوا سره مخ دي او د تګ بل خوندي ځای نه لري. دغه حالت په ځانګړي ډول د ماشومانو، سپین‌ږیرو او ناروغانو لپاره جدي خطرونه رامنځته کړي دي.

آنروا ټینګار کړی چې اوسنی وضعیت یوازې د هوا د خرابوالي له امله نه دی، بلکې انساني لاملونه یې هم شته؛ هغه لاملونه چې د حيوي مرستو او د پناه ځایو اړینو توکو پر وخت رسېدو ته خنډ ګرځېدلي دي.

دا د ملګرو ملتونو اړوند اداره غوښتنه کوي چې بشردوستانه مرستې او د پناه ځای سامانونه بې له ځنډه او په پراخه کچه غزې ته پرېښودل شي، څو د انساني بحران له لا پسې خرابېدو مخنيوی وشي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button